Quantcast
Channel: Attack | آریانا نیوز
Browsing latest articles
Browse All 83 View Live

د پاریس د ریل تمځي په برید کې لږ تر لږه ۶ کسان ټپیان شوي

د پاریس د شمال په ریل تمځي کې د چارشنبې پر ورځ ( د مرغومي ۲۱ ) یوه بریدګر، چې چاړه پر لاس روان و؛ پر څو کسانو برید وکړ او ټپیان یې کړل. فیګارو ورځپاڼې د سیمه ییزو سرچینو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې،...

View Article



د پاکستان د کراچۍ ښار د پولیسو پر مرکز په وسلوال برید کې څلور کسان وژل شوي

د راپورونو له مخې؛ د پاکستان په کراچۍ ښار کې تېره ورځ د پولیسو پر مرکز په برید کې څلور تنه وژل شوي دي. د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې: د بریدګرو یوې ډلې د کراچۍ د پولیسو پر مرکزي دفتر وسلوالو ډله...

View Article

په مزار شریف ښار کې له یوې چاودنې ۹ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د امنیتي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ نن شنبه له غرمې مخکې ۱۱:۳۰ د مزارشريف ښار د دوه‌يمې امنيتي حوزې اړوند په تبیان فرهنګي مرکز کې چاودنه رامنځته شوې ده. کورنیو چارو وزارت په دې چاودنه کې د یاد مرکز د...

View Article

په مزار شریف ښار کې پر خبریالانو برید غبرګونونه راوپارول

د شنبې پر ورځ د بلخ ولایت د تبیان په فرهنګي مرکز کې د شنبې د ورځې چاودنې، چې په کې یو شمېر سیمه ییز خبریالان ټپیان شول؛ کورني او بهرني غبرګونونه راوپارول. د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي...

View Article

د لیسبون په اسماعیلیه مرکز کې دوه ښځې پر چړۍ وژل شوي

پرتګالي چارواکو ویلي، د سې شنبې پر ورځ د لیسبون په اسماعیلیه مرکز کې د یوه شکمن افغان کډوال د چړې په برید کې دوه ښځې وژل شوي او یو نرینه ټپي دی. پرتګالي پولیسو پر تورن بریدګر له هغې وروسته ډز وکړ، چې...

View Article


اسلامي امارت پر الاقصی جومات د برید غندنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت په ختیځ بیت المقدس کې پر الاقصی جومات د اسرائیلي پولیسو برید غندلی دی. د چارشنبې پر ورځ په بیت المقدس کې پر دوه‌یمه شپه هم تاوتریخوالی روان و. دغه تاوتریخوالی هغه مهال پیل شو،...

View Article

د بدخشان مرستیال والي په موټر بم چاودنه کې ووژل شو

د بدخشان سیمه ییز چارواکي تائیدوي، چې نن سهار (د غبرګولي ۱۶ ) په فیض‌آباد ښار کې د موټر بم چاودنې له کبله د دغه ولایت د مرستیال والي نثار احمد احمدي په ګډون دوه کسان وژل شوي دي. دغه چاودنه نن سهار...

View Article

د بدخشان د پخواني مرستیال والي د فاتحې په مراسمو کې د برید مسوولیت داعش پر...

داعش د جمعې پر ورځ د بدخشان د پخواني مرستیال والي نثار احمد احمدي د فاتحې په مراسمو کې د چاودنې مسوولیت پر غاړه واخیست. د پنجشنبې پر ورځ د فیض‌آباد ښار په نبوي جومات کې د نثار احمد احمدي د فاتحې په...

View Article


ایرانیو چارواکو دوه افغان وګړي په عام محضر کې اعدام کړل

د ایران دولتي خبري اژانس خبر ورکړی، چې د شنبې پر ورځ (د سرطان ۱۷ نېټه) ایراني چارواکو پر یوه زیارت د تېر کال د برید پر تور دوه افغان وګړي په عام محضر کې اعدام کړل. د ایرنا خبری اژانس د څرګندونو له مخې؛...

View Article


شونې ده، چې د برید تر شا د داعش لاس وي –پاکستاني پولیس

پاکستان د دوشنبې پر ورځ له هغه ځانمرګي بریده د قربانیانو د جنازې مراسم ترسره کړل، چې تېره ورځ یې د یوې سیاسي ناستې لږ تر لږه ۴۵ کسان ووژل؛ خو حکومت ژمنه کړې، چې په دې برید کې د لاس لرونکیو لټون روان...

View Article

په ګوادر کې پر پوځي کاروان د بريد پر مهال دوه ترهګر وژل شوي

د پاکستان امنیتي ځواکونو د یکشنبې پر ورځ د ګوادر په اړوند سیمه کې پر پوځي کاروان د برید په ځواب کې دوه ترهګر ووژل. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو (ISPR) له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې څرګنده شوې، چې...

View Article

په پاکستان کې چاودنې ۱۱ کسان ووژل

د پاکستان چارسمبالي لومړي وزیر انوار الحق کاکړ د یکشنبې پر ورځ په ایکس ټولنیزه شبکه کې، چې پخوا تويتر و؛ څرګنده کړې، د پاکستان په شمال لويديځ کې د وسله‌والو له بريده يوولس کارګران وژل شوي دي. د خیبر...

View Article

پنټاګون په کابل هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ ز. کال د چاودنې په اړه نوره څېړنه کوي

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې له خونړۍ چاودنې دوه کاله وروسته پنټاګون څرګنده کړې، چې په دې پېښه کې به له ټپي شویو سرتېرو سره مرکې وکړي. دا پرېکړه په داسې حال...

View Article


پاکستان د مستونګ په خونړۍ چاودنه کې هندي استخبارات تورن کړل

د شنبې پر ورځ د پاکستان په یوه جومات کې د یوې زورورې چاودنې له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۹ ته ورسېد او حکومت د چاودنې پړه د هند پر استخباراتي ادارې اچولې ده. د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې؛...

View Article

د تركيې په پلازمېنه كې ځانمرګي بريد دوه کسان ټپيان كړل

د راپورونو له مخې؛ یوه ځانمرګي بریدګر د یکشنبې پر ورځ د ترکیې د پلازمېنې انقرې په زړه کې د کورنیو چارو وزارت ودانۍ ته څېرمه خپل چاودېدونکي توکي وچول. د فرانسې خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ دوه‌ییم...

View Article


په بروکسل کې درې سویدني وګړيو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د دوشنبې پر شپه په مرکزي بروکسل کې دوه سویدنيان پر ډزو ووژل شول او درېیم کس ټپي شو او یو کس، چې ځان یې د اسلامي دولت (داعش) د غړی په توګه معرفي کړی؛ په آنلاین خپره شوې ویدیو کې یې د وسلوال برید مسوولیت...

View Article

د غزې پر روغتون برید د کچې له مخې بې ساری دی –د روغتیا نړیواله ټولنه

د روغتیا نړیوالې ټولنې د سې شنبې پر ورځ د غزې په شمال کې د المعمداني پر روغتون د برید د غندلو په ترڅ کې، چې په کې سلګونه کسان ووژل شول؛ ویلي، چې دا برید د کچې له مخې بې ساری و. د رویترز د څرګندونو له...

View Article


د پاکستان د ګوادر د ناکرارې سیمې په یوه وسلوال برید کې ۱۴ پاکستاني پوځیان وژل...

د پاکستان پوځ څرګنده کړې، د جمعې پر ورځ ( د تلې ۱۲ نېټه) د ګوادر د ناکرارې سیمې په یوه برید کې ۱۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. رویترز د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) د څرګندونو له مخې، چې په کې د برید...

View Article

د پاکستان په مرکزي سیمه کې د هوايي ځواک پر یوې اډې ګډ وسلوال برید ترسره شوی

د پاکستان پوځ منلې، چې ۹ وسله‌والو د شنبې پر ورځ د پاکستان په مرکزي سیمه میانوالي کې د هوايي ځواک پر روزنیز مرکز برید وکړ او درې بې‌کاره الوتکې یې ویجاړې کړې؛ خو ټول برید کوونکي د امنیتي ځواکونو لخوا...

View Article

په کامرون کې د وسله‌والو په برید کې ۲۰ ملکي وګړي ووژل شول

سیمه ییزو چارواکو د دوشنبې پر ورځ ( د لړم ۱۵نېټه ) څرګنده کړې، چې سهار وختي وسله‌والو د کامرون په لویدیځ کې پر یوه ښارګوټي برید وکړ او پر خلکو یې، چې پر خوب ویده ول؛ ډزې وکړې، چې له کبله یې ۲۰ ملکیان...

View Article
Browsing latest articles
Browse All 83 View Live